 | | | له ناروغ پسه څخه دلاندي لپاره کار اخيستل دلاندي دغوښې دژرخرابېدولامل کيږي. |
لاندی د افغانستان د سړوکليوالو سيمويو زوړ رواج دی او خلک مخکې تر دې چې هوا سړه شي، روغ او چاغ پسه لاندی کوي. ډېری خلک لاندي ته پسه ساتي، خو دلاندي ترکولودمخه بايدکوم کارونه ترسره شي، خير محمد، د کندهار د سپين بولدک اوسېدونکي وويل : "موږ ځوان او خسي پسه لاندې ته ساتو ، ښه خواړه ورکوو، چې چاغ شي ،بيا يې په مني کې حلالووچې تر ژمي پورې يې غوښه وچه شي. " ددې لپاره چې د لاندي غوښه ترډېره وساتل شي، خلک بېلابېلې لارې کاروي. بهشتې د غزني د اندړو اوسېدونکې وويل: "غوښه ټوټې، ټوټې کوو، مالګه پرې اچوو، په لکړو کې يې ځوړندوو چې ښه وچه شوه بيا يې په صندوقونوکې ږدو."  |  د لاندي غوښه دې په مرطوب ځای کې دې نه کېښودل کيږي.  |
خوځينې خلک دداشان غوښې د ژر خرابېدو وايي.دکرنې وزارت د حيواني محصولاتو د کنټرول مسئول احسان الله بارکزي ناروغ پسه ددې ستونزې لامل وګاڼه. د لاندي غوښه دې له لمر څخه خوندي وي اوپه مرطوب ځای کې دې نه کېښودل کيږي او هڅه دې وشي چې ډېره غوړه نه وي. |