 | | | په ناڅاپي توګه دڅارويو دخوراک بدلون د څارويو د هاضمي سيسټم خرابوي. |
د اوړي په موسم كې مالداران خپل څاروي په څړځايونو كې څروي، خو دهوا په سړېدو د شنو وا ښو له كمښت سره مخ كيږي. شيرمحمد، د ننګرهار د سره رود يو تن اوسېدونکی په ژمي کې څارويو ته کونجاړه ورکوي چې څارويو ته يې ډېره ګټه رسولې ده. ځينې مالداران څارويو ته راز راز خواړه نه شي ورکولاى، د کابل د پغمان يو تن مالدار محمدعظيم وويل: د اقتصادي کمزورتيا له امله نه شم کولاى څارويو ته په ژمي کې ګټور خواړه تيار کم، سپين بوس او رشقه ورکوم چې له امله يې ډېر کمزوري شوي دي. داچې دڅارويو دخوراک دسيستم بدلون په څارويو څه اغيز لري، د کابل د پغمان د څارويود کلينک يو تن وترنر، فريدالله وويل: "په ناڅاپي توګه دڅارويو دخوراک بدلون د څارويو د هاضمي سيسټم خرابوي، مالدا رانو ته ښايي چې په تدريجي توګه دڅارويو خوراک بدل کړي.  | | | يوشمېرمالداران دژمي په رارسېدو اودهوا په سړېدو د شنو وا ښو له كمښت سره مخ كيږي. |
که د څارويو خوراک او څښاک ته سمه پاملرنه ونه شي، کمزوري کيږي، د توليد کچه يې کميږي ، غوښه له لاسه ورکوي. پداسې حالت کې که چېرې دڅاروې په نس کې بچی وي، هغه هم کمزوری کيږي او مور ته يې هم ډېر زيان رسيږي." |