 | | | په نشه يي توکوله روږدوکسانوسره ناسته پاسته هم په نشه دروږدېدولامل کيدای شي. |
دافغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت او يو ان ډي سي يوې سروې تر(٢٠٠٥ )کال پورې په نشه يي توکود روږدوکسانوشمېره(٩٢٠) زره تنه ښودلې ده. داچې ولې ځينې کسان په تېره بيا ځوانان نشې ته مخه کوي، د کندهار ولايت يو اوسېدونکی عبدالحميدوويل: "دکار دموندلو لپاره ايران ته ولاړم، په يوه کارخانه کې مې کار کاوه، پښې درد پيدا کړ ، د کارخانې مالک ددرددتسکين لپاره دپوډرو څښلوته راوبللم. له هغه وخت څخه تر اوسه پورې لس کاله تېريږي، خو له نشې ځان نشم خلاصولاى." خوروانې ډاکتران دبې کارۍ ترڅنګ له روږدوکسانوسره ناسته پاسته، اقتصادي کمزورتيااو دکورنۍ بې غوري هم په نشه د روږدېدلولاملونه بولي. طارق يو رواني ډاکتر وويل چې نشه يې کسان ژوند له لاسه ورکوي، ان تردې چې شپې ورځې په غارونواولاروکوڅوکې تېروي. ددې لپاره چې ځوانان په نشه يي توکو اخته نه شي ، هغوئ ته بايد سالمې بوختياوې او روزګار پيدا شي.  | | | ځوانانوته سالمې بوختياوې پيداکول، هغوی په نشه يي توکوله اخته کېدو ژغوری. |
داسلام مقدس دين هم پدې برخه کې غوره لارښوونې لري،دکابل د حضرت عمر فاروق (رض) د جامع جومات ملا امام مولوي ګل محمدپدې اړوندلاندې حديث شريف بيان کړ: " هر يو ستاسو شپون دی او هر يو د خپل رعيت د ژغورلو دنده لرئ."پدې توګه والدين او د کورنۍ مشران دنده لري چې د خپلو ماشومانو او تنکيو ځوانانو څارنه وکړي. |