 | | | کونډه که اولاد ولري، د خاوند په مال کې اتمه او که اولاد ونلري څلورمه برخه ترلاسه کولای شي. |
زياتره کورنۍ کونډو ته د خاوند په پاتې شوي مال کې حق نه ورکوي، چې ځينې داسې ميرمنې د غريبۍ له امله ګدايۍ او نورو ناخوالو ته اړې کيږي. دا چې ولې ځينې کسان کونډې ته په ميراث کې حق نه ورکوي،د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکي عاطف وويل: "ځينې کونډې دخاوندکورنۍ ته ددرواني له امله خپل حق نه غواړي يا له خپلوحقوقو خبرې ندي اوياهم له ويرې حق غوښتلى نشي." په کونډو کې زياتره له کوره بهر کار ته لاسرسی نه لري، نو ځکه د خاوند له ميراث نه پرته ژوند کول ورته ستونزمن دي. مرضيه د غزني اوسېدونکې يوه له همدې شان ميرمنوڅخه چې اولادونه يې تعليم نلري او هغه په ښـارکې ګدايۍ کولوته اړه شوې ده. خو ځينو کونډوبيا خپل حق ترلاسه کړى او له خپل ژوندڅخه راضي ښکاري. فضيلې دکابل د بتخاک اوسېدونکې وويل: "خسر مې ډېر ښه سړی دی ، پخپلو لمسيانو زړه سوی لري او يوه حويلۍ يې زمادزوی په نامه کړېده چې اوس آرام ژوندپکې تېروو."  | | | يو شمېرکونډې چې له کوره بهر کارنشي کولای، دنفقې دموندلولپاره ګدايي کوي. |
د اسلام مبارک دين هم کونډې ته د خاوند په ميراث کې حق ثابت کړى دى. مولوي عطاالله دکابل ديوه جومات امام وويل: "په اسلام کې د کونډې حقونه پر دوو برخو ويشي: که کونډه اولاد ولري، د خاوند په مال کې اتمه برخه او که اولاد ونلري څلورمه برخه بايدترلاسه کړي." |