BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:57 گرينويچ 2010 ,06 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دآبادۍ غږ: دبامونوڅڅېدل

دبامونوڅڅېدل
داخېړلپاره سپينه خاوره، شګه اوغټ بوس ګډول دبامونودڅڅېدلومخنيوی کوي.
دا فغانستان ډيرى خلک په خاورينو کورونو کې اوسيږي، چې يوشمېريې د نورو ستونزو ترڅنګ د بامونو د څڅېدلو له ستونزې سره هم مخ کيږي.

دا ستونزه دژمي په وروستيوکې د لمدې واورې او ياهم په پسرلي کې دپرله پسې ورښتونوله کبله ډېره رامنځته کيږي.

يوشمېر خلک ددې ستونزې لامل دښه اخېړ نه کول بولي. خالد دکابل اوسېدونکي دبامونوڅڅېدل دخټګرنابلدي وګڼله.

ګلالۍد پغمان اوسيدونکې وويل چې دهغوئ دکوربامونه ژور او ناوې يې لوړې پاتې دي چې له کبله يې بامونه څڅيږي.

رحيم الله بيا هغه څوک دى چې دکوربامونه يې هيڅکله ندي څڅېدلي. هغه وويل :

"موږله اخېړنه مخکې له خاورې سره پروړه ښه ګډوو ، په بام پلاستيک اچوواو وروسته په اخېړباندې مالګه هم اچوو."

دبامونوڅڅېدل
دپسرلي دپرله پسې ورښتونوله کبله هم دبامونو دڅڅېدو ستونزه ډېره رامنځته کيږي.

دکابل دپغمان يوتن خټګر داخېړلپاره سپينه خاوره، شګه اوغټ بوس ګډول اوتر اخېړ مخکې په بامونودپلاستيک اچول غوره وبلل.

همدا راز دبامونواوبه ايستل اوتکړه خټګر هم کولاى شي دبامونودڅڅېدوپه مخنيوي کې مرسته وکړي.

خوسی او اورږهدآبادۍ غږ
نوی زېږيدلی څاروی او اورږه
معتاد او ټولنهدآبادۍ غږ
معتاد او ټولنه
په ميراث کې ديتيم حقدآبادۍ غږ
ديتيم حق
په نشه روږديدآبادۍ غږ
له روږدوکسانو سره د کورنۍ مرسته
په نشه دروږدېدولاملونهدآبادۍ غږ
په نشه د روږدېدلو لاملونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>