BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:37 گرينويچ 2010 ,14 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دآبادۍ غږ: ديتيم حق

په ميراث کې ديتيم حق
يتيم ته دې داولادپه سترګه وګورئ اوهغه ته دې دنورو حقوقوترڅنگ دزدکړې حق هم ورکړئ.
يتيم هغه چاته ويل کيږي چې مور، پلار او يا هم دواړه ونلري. ځينې خلک يتيمان رټي او له پلار څخه په پاتې شوي مال کې حق نه ورکوي.

پدې کار له يوې خوا يتيم له زدکړې پاتې کيږي او له بل لوري له هغې کورنۍ سره چې دده حق نه ورکوي دښمني پيدا کوي.

مدينې د لغمان ولايت اوسېدونکې وويل چې دپلارترمرګ و روسته يې تره دا او خويندې په وړکتوب کې واده اودهغوئ ځمکه يې لاندې کړه.

خو ځينې کسان په يتيمانو مهرباني کول خپله دنده ګڼي، حاجي شکور د لوګر اوسېدو نکی يو له هغو کسانو څخه دی چې واړه يتيمان ورپاتې وو.

هغه وويل: "يتيمان مې له خپلو زامنو سره مکتب کې شامل اودهغوئ مال مې تر هغو وساته چې په ښواوبدو پوه شول او واده مې هم ورته وکړ. "

د اسلام مبارک دين هم يتيم ته د هغه د مال په ورکولو، له هغه سره په مينه کولو او د نوموړي په ښه روزلو امر کوي.

په ميراث کې ديتيم حق
يتيم هغه چاته ويل کيږي چې مور، پلار او يا هم دواړه ونلري.

قاري صابر صادقي، د کابل ښار د شاه نقشبند د مدرسې استاد وويل چې ديتيم مال خوړل اوپه هغه ظلم کول له لويوګناهونوشمېرل کيږي.

نوموړي دقرآن پاک ديوه آيت شريف ترجمه داسې بيان کړه: "هغه څوک چې ديتيم مال خوري، هغوئ په حقيقت کې اورخوري او ارومروبه دوزخ ته داخليږي."

په نشه روږديدآبادۍ غږ
له روږدوکسانو سره د کورنۍ مرسته
په نشه دروږدېدولاملونهدآبادۍ غږ
په نشه د روږدېدلو لاملونه
دکونډو حقوقدآبادۍ غږ
په ميراث کې د کونډې حق
دخوسکي پالنهدولس خبرې
دخوسي پالنه
دآبادۍ غږ: دغنمو ساتلدآبادۍ غږ
دغنمو ساتل
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>