BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:15 گرينويچ 2010 ,28 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دآبادۍ غږ: نوی زېږيدلی څاروی او اورږه

خوسی او اورږه
که نوی زېږيدلي څاروي ته اورګه ورنکړل شي،کمزوری لوی اوژرناروغه کيږي.
دڅارويوډاکتران وايي چې کله غواوې بچي وزېږوي تر (٧٣) ساعتونو پورې د غوا په غولانځه کې زېړ رنګه شيدې وي ، چې اورږه يې بولي.

ځينې مالدارن يوه اندازه اورږه خوسي ته ورکوي اوله نورو يې پخپله ګټه اخلي. ښايستې دکابل د پغمان اوسېدونکې وويل:

"موږ دلومړي ځل اورږه په اوبوکې خوشې کوو اونور يې په ګاونډيانو اونږدې خپلوانو ويشو، که داسې ونکړو هغوئ بياګيله کوي."

باچان خان دغزني ولايت اوسيدونکي وويل چې نوى زېږېدلى خوسي ته يې د اورګو د خوړلوله امله نس ناستى پيدا شوى و.

خو دڅارويوډاکترسالم بدروايي چې نوي زېږدلوڅارويو ته دې په بېلابېلووختونوکې اورږه ورکړل شي چې دهغوئ وجود يې جذب کړاى شي.

 اورږه دناروغيوپه وړاندې دنويو زېږېدلو څارويو دبدن مقاومت لوړوي.

که نويوزېږېدلوڅارويوته اورږه ورنکړل شي، هغه څاروي کمزوری او ناروغۍ ورباندې ژر اغېز کوي.

کومې غواوې چې واکسين شوې وي ، په اورږو کې يې دا واکسين نوي زېږېدلي خوسي ته ځي او دناروغيو په وړاندې يې بدن معافيت پيدا کوي.

معتاد او ټولنهدآبادۍ غږ
معتاد او ټولنه
په ميراث کې ديتيم حقدآبادۍ غږ
ديتيم حق
په نشه روږديدآبادۍ غږ
له روږدوکسانو سره د کورنۍ مرسته
په نشه دروږدېدولاملونهدآبادۍ غږ
په نشه د روږدېدلو لاملونه
دکونډو حقوقدآبادۍ غږ
په ميراث کې د کونډې حق
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>