BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:48 گرينويچ 2010 ,17 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د آبادۍ غږ: د نجونو پرله پسې زيږون

 د نجونو پرله پسې زيږون
د جنسيت ټاکونکى ماده د نارينه په وجود کې ده ،ميرمنې پدې برخه کې کومه ځانګړې ونډه نلري."
په افغانستان کي ډيری هغه خلک چې يواځې لوڼې لري، د زوي نه در لودل يو ستر کمی ګڼي او لوڼو ته د اولاد په سترګه هم نه ګوري او خپلې ميرمنې د لوڼو زېږولو په خاطر رټي.

شريفه دهلمند اوسېدونکې څلور لوڼي لري، د مېړه د وهلو او ټکولو له لاسه يې خپل کور پريښی او اوس دپلار کره اوسي. هغې وويل:

"درې لوڼې مې درلودې، خوکله چې مې څلورمه لور پيدا شوه خاوند مې و وهلم ، لاس،پښه او غاښ يې راته مات کړل. زه هم دکورپرېښودلوته اړه شوم."

د هغو ميرمنو په وړاندې چي لوڼې زبږوي، يواځې خاوند نه بلکی د کورنۍ نور غړي هم نه غواړي چې په کور کې يې يواځې لوڼې وي .

فرشته چې څلور لوڼي لري، خواښې يې ورته ګواښ کړی چې که چېرې يې بله لور وزېږوله، خپل زوی ته به بل واده وکړي.

خو خانزاده ،چې دڅلورو لورګانوپلار دی،دلورپه درلودلو فخر کوي او وايي چې دی ناروغ دی، لورګانې يې غالۍ اوبي،د کورخرڅ اودده دارو هم کوي.

دنجونوپرله پسې زېږون
يوشمېرخلک د زوي نه در لودل يو ستر کمی ګڼي او لوڼو ته د اولاد په سترګه هم نه ګوري.

روغتيايي کارپوهان دلورپه زېږولوکې دنارينه په ونډه ټينګار کوي. ډاکټرې نيلوفر سلطاني وويل:

"د لور يا زوي په راوړلوکې مور ونډه نه لري، ځکه د جنسيت ټاکونکى ماده د نارينه په وجود کې ده اوميرمنې پدې برخه کې کومه ځانګړې ونډه نلري."

معتادين او ورزشدآبادۍ غږ
معتادين او ورزش
دچرګانوساتلدآبادۍ غږ
دچرګانوساتل
د معتاد شخصيتد آبادۍ غږ
د معتاد شخصيت
دبامونوڅڅېدلدآبادۍ غږ
دبامونوڅڅېدل
خوسی او اورږهدآبادۍ غږ
نوی زېږيدلی څاروی او اورږه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>