 | | | هغه معتادين چې دوا اوډاکترته لاسرسی نلري، کورنۍ دې هغوی ورزش ته وهڅوي. |
په نشه يي موادو روږدېدل دم ګړۍ يوه لويه ستونزه ګڼل کيږي او دروږدو کسانو شمېر ورځ په ورځ ډېريږي. د رواني ډاکټرانو په وينا ورزش داعتياد د له منځه وړلو لپاره ډېر اغيزمن ثابت شوی او په نشه روږدي کسان کولای شي له دې لارې خپله درملنه وکړي. خو بيا هم يو شمير په مخدره موادو روږدي کسان له سپورت سره چندان مينه نه لري، او ځينې يې د امکاناتو له نشتوالي سر ټکوي . نعيم د ننګرهار ولايت يو تن اوسيدونکی چې معتاد دی، له کورنۍ جلا شوی،روحي آرامتيا نلري او له ورزش سره اړيکي هم پرې شوي دي. سردارولی دمعتادينوددرملنې د روغتيايي مرکز ډاکتر وايي چې په نشه دروږدو کسانو دې لومړی درملنه وشي اوبيا دې سپک ورزش ته وهڅول شي.  | | | دپه نشه دروږدو کسانو دې لومړی درملنه وشي اوبيا دې سپک ورزش ته وهڅول شي. |
له ورزش سره داسې کسان له يوې خوا بوخت ساتل کيږي اوله بلې خوا داعتياد په هېرولواوپرېښودلو کې ورسره مرسته کيږي. روغتيايي کارپوهان وايي هغه معتادين چې دوا اوډاکترته لاسرسی نلري، دکورنۍ دنده ده چې هغوی ورزش ته وهڅوي څو دنشې په پرېښودلوکې ورسره مرسته وشي. |