 | | | ناروغ پسه ته دتمباکو ورکول دټوخي ددرملنې په ځای هغه دمرګ له ګواښ سره مخ کوي. |
د پسرلي په را رسېدو يوشمېر مالداران له ګرمو سيمو څخه خپل مالونه د څړ لپاره سړو سيمو ته بيايي چې چې په پايله کې يې ځينې پسونه دټوخي له ستونزې سره مخ کيږي. له دې ځايه واورئ! محبت خان،د کابل د تره خيلو يو تن مالدارپرله پسې تنده او په ګرم ځا ی کې دپسونو ساتل دپسونودسږودمکروبي کيدو اوټوخي لامل وګاڼه. دڅارويو ډاکټران د رمو اوږده سفرونه، په موټرو کې له يوه ځايه بل ته د هغوئ لېږد اوپه تنګ ځای کې د زياتو مالونو ساتل ددې ناروغۍ لاملونه ګڼي. يوشمېر مالداران پدې ناروغۍ اخته څاروي ته هګۍ،غوړي،کوری او تمباکوورکوي. ظاهر دڅارويو ډاکتر پدې اړه وويل:  |  پرله پسې تنده هم د پسونودسږود مکروبيکيدو او ټوخي لامل کيږي.  |
"پسونو ته د هګۍ، کوري او غوړيو ورکول ګټوردي خو دتمباکو ورکول نه يوازې داچې دهغه دټوخي درملنه نه کوي، بلکې دمرګ له ګواښ سره يې هم مخ کوي." ددې لپاره چې دپسونوژردرملنه مو کړې وي ، غوره ده چې داسې څاروي پرته له ځنډه ددرملنې لپاره د څارويوکلينيک ته بوتلل شي. |