BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:23 گرينويچ 2010 ,11 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادۍ غږ : د لوې ناروغي

د لوه ناروغي
دڅارويودځای پاکوالی،ښه خواړه،آزاده هوا او واکسين دلوه دناروغۍ مخنيوی کوي.
لوه ( پاستريلوزس) دمېږو اوپسونو يوه داسې ناروغي ده چې که درملنه يې ونشي څاروي دمرګ له ګواښ سره هم مخ کوي.

ددې ناروغۍ دپيداکېدو دلاملونوپه اړه موسی جان، د ميدان وردګو ولايت د بند چک ولسوالۍ يو تن مالدار وويل:

"د لوه ناروغي له ګرم ځای او ګرمو خوړو څخه پيداکيږي ، په تېره بيا کله چې پسونه په تنګ ځای کې ودرول شي او يا په ګرمۍ کې زيات تږي شي."

احمد مسعود نيازي دڅارويو ډاکتر ددې ناروغۍ دنښونښانوپه اړه وويل چې پدې ناروغۍ اخته مېږې او پسونه زړه تنګې او له رمې بېل ځي.

کله چې داڅاروي په ګرم او تنګ ځای کې وساتل شي اوياناڅاپه له ګرمې هوانه سړې هوا ته يوړل شي، پدې ناروغۍ اخته کيږي.

دلوه ناروغي
که دلوه په ناروغۍ داخته پسه درملنه ونشي، هغه څاروی دمرګ له ګواښ سره مخ کوي.

داچې پدې ناروغۍ داخته څاروي درملنه څه ده، ضابط خان دکابل دشکر درې او سيدو نکی پدې ناروغۍ اخته مېږې ته هګۍ اوغوړي ورکوي.

دڅارويو ډاکتران بيا دڅارويو دځای پاکوالی ، آزاده هوا، ښه خواړه، له روغوڅارويو دناروغ څاروي ليرې ساتل او واکسين ددې ناروغۍ په درملنه اومخنيوي کې ګټور بولي.

د غواوو حمل نه اخيستلد آبادۍ غږ
د غواوو نه بلاربېدل
په جوماتونو کې زده کړهد آبادۍ غږ
په جومات کې زده کړه
داوبووېشد آبادۍ غږ
د اوبو وېش
 د قطره يي اوبو لګولو سيستمدآبادۍ غږد
قطره يي اوبو لګولو سيستم
 د نجونو پرله پسې زيږون د آبادۍ غږ
د نجونو پرله پسې زيږون
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>