 | | | غوا بايد په تياره ځای کې ونه ساتل شي اود غوايوسره دې ګرځېدوته پرېښودل شي. |
ځينې مالداران د غواوو له نه بلاربېدلو سرټکوي. د څارويو ډاکټران ددې ستونزې لامل د "Trichmonases Fatus" په نامه يوه ناروغي بولي. ددې ناروغۍ ميکروب لومړی په غوايي کې پيدا او بيا د غوا سره د يوځای کېدلو پر مهال هغې ته لېږدي. دا ميکروب د غواپه تناسلي آله کې دځانګړې دانې دپيداکېدولامل کيږی چې دحمل داخيستو مخنيوی يې کوي او مالداران يې دشوخک په نامه يادوي. ددې ستونزې دمخنيوي لپاره يوشمېر مالدارن له عنعنوي لارو چارو کار اخلي. دکابل داستالف يوتن مالدار وويل: "زه د شوخک دانه پرې کوم او کله يې هم بيا په ګرم سيخ داغوم . څو ځله مې دا کار کړی، چې غوا ورسره حمل اخيستی دی."  | | | دشوخک ناروغۍ په غوايي کې پيدا او د غوا سره د يوځای کېدلو پر مهال هغې ته لېږدي. |
محمدکاظم بختاني، دڅارويودناروغيوداکټر د دانې وهل او سوځول ردوي او لارښوونه کوي چې داسې غواوې بايددڅارويوکلينيک ته بوتلل شي. غوا بايد په تياره ځای کې ونه ساتل شي ، له غوايوسره دې ګرځېدوته پرېښودل شي اوښه خواړه هم دغواپه بلاربېدوکې لازمه مرسته کوي. |