 | | | په هغوسيموکې چې اوبه کمې وي، خلکوداوبودوېش لپاره ميراب ګمارلی دی. |
د افغانستان بزګران دخپلوځمکودخړوبولولپاره له نهرونو، ويالو ، چينو او ياهم د کارېزونوله اوبو ګټه اخلي. په کوموسيموکې چې واورې او ورښتونه کم وي ، هلته په اوړي کې يوشمېربزګران د اوبو د کموالي او ناسم ويش له امله ستونزې لري چې کله کله په خپلو کې جګړې هم کوي . عصمت الله، د کابل د بګرام ولسوالۍ يو تن بزګر وويل چې داوبوپرسريې د ترکمنانو د کلي له بزګرانوسره نښته وشوه چې دده سر پکې څوځايه ټپي شو. خودځينو سيمو خلکو د اوبو د کمښت ستونزه حل کړېده. نواب خان د بغلان ولايت يو تن بزګر ، چې د بغلان د اجمير په نهر کې اوبه لري وويل: "د نهرونو او کاريزونو له اوبوڅخه دسالمې ګټې اخيستنې لپاره مويوه شوراجوړه کړې چې اوبه په منظمه توګه ويشي او د ستونزومخه يې نېولې ده. "  |  داوبودسالم وېش لپاره دشورا جوړول هم ښې پايلې درلودلي دي.  |
خو په هغوسيموکې چې يوازې کم شمېر کارېزونه دي، هغوی پدې برخه کې کوم کارونه ترسره کړي چې له ستونزواوشخړوپه امان وي؟ باقيداد،د غزني ولايت د ګيلان ولسوالۍ يو تن بڼوال وويل چې ميراب لري چې دکاريزونودپاک کارۍ او اوبو دوېش چارې تنظيموي. |