 | | | په جومات کې درس ويل ماشومانوته جرئت ورکوي اوحافظه يې هم قوي کوي. |
په افغانستان کې اوږدې جګړې، فقر،کورنيوستونزو، دښوونځيو نشتوالي او يوشمېر رواجونو په ښوونځيوکې د ځينو نجونو او هلکانود زده کړې مخه ډپ کړېده. خوجوماتونه بيا تريوې کچې پورې ددې ستونزې په حل کې ګټورتمام شوي دي اويو شمېر نجونو او هلکانودښوونځي پرځای په جوماتونوکې زده کړه کړې ده. آمنه دبي بي عاېشه صديقې دمدرسې زده کوونکې په مدرسه کې دليک لوست له نعمت څخه برخمنه شوې ده. دکورنۍ يوشمېر مشرانو چې په خپله ليک لوست نشي کولای،غوره ګڼلې چې خپل اولادونه دښوونځي پرځای جومات ته استوي . مريم دسيدنورمحمدشاه مينې اوسېدونکې سوادنلري خوخپل ماشومان دليک لوست دزده کړې لپاره جومات ته استوي. عبدالله چې له ماشومتوب څخه يې کورنۍ جومات استاوه، اوس په ديني علوموکې دپوره مالوماتوڅښتن اوپدې برخه کې هيڅ ستونزه نلري.  | | | دکورنۍ يوشمېر مشران غوره ګڼي چې خپل اولادونه دښوونځي پرځای جومات ته واستوي . |
يو شمېر دينې عالمان اوښوونکي هم په دې نظر دي چې د ښوونځي تر څنګ په جومات کې د ماشومانو زده کړه، دښوونځي له درسونوسره مرسته کوي. مولوي بلال دخلافای راشدين دجامع جومات خطيب وويل: " په جومات کې درس ويل له ماشومانو سره نه يواځې دا چې د هغوی په درسونو کې مرسته کوي بلکې جرئت ورکوي اوحافظه يې هم قوي کوي." |