 | | | ددې لپاره چې له کښت او کروندې ښه حاصل تر لاسه کړو، منظمې اوبو لګونې ته اړتيا دي . |
ددې لپاره چې له کښت او کروندې ښه حاصل تر لاسه کړو، منظمې اوبو لګونې ته اړتيا لري چې په افغانستان کې ويالې کښتونو ته د اوبو رسولو يوازينۍ لار ده خوپه ويالوکې داوبوضايع کېدل يوه غټه ستونزه ده. دا ستونزه په هغو سيمو کې زياته تر سترګوکيږي، چې کښتونه داوبوله سرچينوليرې او اوږدې ويالې لري. داچې ولې په ويالوکې اوبه ضايع کيږي،امان الله دپغمان يوتن بزګر ددې کار لامل په اوږدو ويالو کې دسوريوشتون وباله. ځينوبزګرانودې ستونزې دحل لار پيدا کړېده. نادرشاه دپغمان يوبل بزګر کروندې ته د پايپونوله لارې اوبه تېرې کړيدي. په دې پايپونو کې هغه مهال د اوبو لېږد شونی دی چې اوبه کمې وي، خو داوبو دزياتوالي په صورت کې ويالوته اړتيا ليدل کيږي. ددې ترڅنګ يوشمېربزګرانو په ګډکارويالې پخې يا هم پاکې کړي او سوري يې بند کړي دي خوبياهم داوبودضايع کېدوپوره مخنيوی ندی شوی.  |  په افغانستان کې ويالې کښتونو ته د اوبو رسولو يوازينۍ لار ده.  |
دکابل دکرنې رييس عبدالکريم فرزام دبندونوپخول، ويالې مخ په ځوړ ودانول ، د اوبو ذخيرې جوړول او دقطره يي اوبو لګولو له سيستم نه کار اخيستل ګټور بولي. |