 | | | دملخانوله بريدنه دفصل دژغورلولپاره ددفصل شاوخوادجالي نيول هم ګټورتماميږي. |
ملخان فصل اوکروندو ته زيان اړوي او دسيلاب په څېر په يوه سيمه بريد کوي او زياتره وخت دافغانستان د شمالي سيموکروندې ډېرې زيانمنې کوي. داچې ملخان څرنګه او چېرې پيدا کيږي،امير محمدد مرکزي بغلان اوسېدونکي وويل چې ملخان په ژمي کې د ځمکي لاندې هګۍ اچوي. دپسرلي په شپو او ورځوکې له هګيوراوځي او ترغټېدو وروسته په شنوفصلونوبريد کوي او له منځه يې وړي. د ملخانو د له منځه وړلو لپاره بزګرانو ځيني لاري چاري سنجولى، لکه د جاليو نيول ،د کندو کيندل او دټوکريااغزو لوګی کول. کار پوهان هم دا تجربي ګتورې ګڼي . حبيب الرحمن وردک د کرني د برخې کار پوه وويل: "ملخان په ريګي ځمکو کي هګۍ اچوي، هغه ځمکه دې يوې شي ياهم دملخانو ضدداروو نهدې کارو اخيستل شي او هګۍ يې له منځه يوړل شي."  | | | ملخان ډېری وخت د افغانستان د شمالي سيمو فصلونه تر بريد لاندې راولي. |
دملخ دکنټرول لپاره حشرهم ګتور تماميږي چې خلک په ډله ييزه توګه ددې آفت په له منځه وړلوکې مرسته کوي. |