 | | | هغه خلک چې پخپلو سيموکې اوبه ولري، کولای شي برېښنا هم ترې لاسته راوړي. |
برېښنا دورځني ژوندله اړتياوو څخه شمېرل کيږي خود افغانستان په ليرې پرتو سيمو کې خلک د کورونو د روښانه کولو لپاره له لاټين، ګيس ، ګاز ډبې او داسې نورو نه ګټه اخلي. د برېښناد نشوالي دستونزوپه اړه د کاپيسا داوسېدونکې فرشتې لاسونه تل دلوګې له امله تور او ميلمانه يې هم کله نه کله په تياره کې ناست وي. خو يو شمېرکسانوبيا له شته امکاناتو څخه په ګټې اخيستنې دې کار ته دحل لار موندلې چې اوس د(٢٤) ساعته برېښناڅښتنان دي. شمشيرخان دلغمان ولايت اوسېدونکي دنوروله تجربې څخه په ګټه اخيستنې پخپل کلي کې يې اوبوته دبرېښنادتوليدډاينمولګولې ده.  | | | ځينوکليوالواوبه ته دډاينموپه لګولوخپل کورونه دبرېښناپه رڼاروښانه کړيدي. |
او طالب جان دکاپيساولايت دصياد اوسېدونکي پخپله سيمه کې له اوبو برېښنا ترلاسه او ټول کلي او بازارته يې برېښنا تېره کړېده. هغه خلک چې پخپلو سيموکې اوبه ولري، له هغې څخه دبرېښنا دتوليدپه برخه کې په ډېرې آسانۍ ګټه اخيستلی شي. |