BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:30 گرينويچ 2010 ,26 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د آبادۍ غږ: توره زيره

توره زيره
زيره دښمن نه لري ، هيڅ ډول حشرات نه ورنېږدې کيږي اوترکلونوکلونونه خرابيږي.
توره زيره په اصل کې غرنی بوټی دی چې تر (٥٠) سانتي متروپورې لوړېږي، خو اوس دافغانستان په ځينوسيموکې خلکوپخپلوکروندوکې هم ددې بوټي کر پيل کړی دی.

داچې ددې بوټي ګټه څه ده،عبدالواجددکندهاردشاه ولي کوټ اوسيدونکي وويل چې توره زيره هيڅکله خپل ارزښت له لاسه نه ورکوي.

توره زيره ځانګړې سيمې او آْ ب او هوا ته اړتيانلري او دافغانستان په هر ګوټ کې ښه وده کوي او ترکر وروسته په درېيم کال حاصل ورکوي.

ددې بوټي دکرپه اړه د غزني د ګيلان ولسوالۍ اوسېدونکي محمدرسول وويل:

"په مني کې دغنمو له تخم سره يوځای توره زيره هم کرو، په دويم کال هم په همدې ځمکه بل کښت کرو اوپه درېيم کال زيره حاصل ورکوي."

زيره هم قوي ځمکې اوکيمياوي يا حيواني سرې ته اړتيا لري او دښه حاصل دترلاسه کولولپاره يې بايد کرونده له وښواو هرزه بوټوپاکه شي.

توره زيره
توره زيره ځانګړې سيمې او آْ ب او هوا ته اړتيانلري اودافغانستان په هر ګوټ کې وده کوي

زيره هيڅ دښمن نه لري او هيڅ ډول حشرات نه ورنېږدې کيږي . که په وچ ځای کې وساتل شي، ترډېروکلونو نه خرابيږي.

توره زيره په پخلي او طبابت کې دکاراخيستنې ترڅنګ دخېټې دبااوله خولې څخه دهوګې اوپياز دبدبوي په له منځه وړلو کې هم کارول کيږي.

د آبادۍ غږد آبادۍ غږ
په ويالو کې د اوبو ضايع کېدل
په کليو کې د برېښنا جوړونهد آبادۍ غږ
په کليو کې د برېښنا جوړونه
امريکايي رشقهدآبادۍ غږ
امريکايي رشقه
په کروندودملخانوبريدد آبادۍ غږ
د ملخانو بريد
د لوه ناروغيد ابادۍ غږ
د لوې ناروغي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>