 | | | دځينوکورونيومشرانو پخپل ژوند ميراث په اولادونو او خويندو ويشلی دی. |
ميراث هغه مال اوشتمني ده چې دپلرونولخوا مېرمنې او اولادونوته پاتې کيږی. د اسلام مبارک دين نارينه او ښځوته پدې برخه کې ځانګړې اندازه ټاکلي ده. دأفغانستان په ځينوسيمو کې يوشمېرکسان خپلوواده شويوخويندو اولوڼوته په ميراث کې حق نه ورکوي چې داکار اقتصادي اوټولنيزې ستونزې هم زېږوي. شمسيې دپروان ولايت اوسېدونکې ته وروڼوپه ميراث کې حق ندی ورکړی، چې اوس له اقتصادي پلوه له ډېروستونزو سره لاس اوګرېوان ده. داچې داسلام مبارک دين پدې برخه کې څه لارښوونې لري، دکابل ښاردخلفای راشدين دمدرسې استاد مولوي حضرت بلال وويل: "که چېرې په يوه کور کې يو ورور او يوه خور وي ، په دې حالت کې خور دميراث ددرېيمې برخې مستحقه شمېرل کيږي اوپه نوروحالاتوکې توپيرلري." خو دځينوکورونيومشران دژورفکر په درلودلو پدې توانيدلي چې پخپل ژوند ميراث په اولادونو او خويندو وويشي. لور که واده وي او که پر کور د پلار په مال کې حق لري، داسې کسان هم شته چې خپلو لوڼو او خويندو ته يې په ميراث کې برخه ورکړې.  | | | که په يوه کور کې يو ورور او يوه خور وي، خور دميراث ددرېيمې برخې مستحقه ده. |
فرزانه دکابل اوسېدونکې يوله هغومېرمنونه ده چې پلار يې په ژوند پخپل جايدادکې ونډه ورکړې او اوس يې ښه ګوزاره پرې روانه ده. که ښځو ته په ميراث کې حق ورکړل شي له يوى خوا به مو د الله(ج) حکم پر ځای کړی وي اودکورنيوترمنځ به مينه زياته شوې وي او له بله پلوه به داشان ښځې په خپل ځان هم متکي واوسي. |