 | | | ښه کورت زياته مالګه نلري، له تازه مستو جوړ او په سيوري کې وچ شوي وي. |
کروت يوله هغو حيواني محصولاتوڅخه دي چې دپروتين، کلسيم او فاسفورس ددرلودلو له امله دانسان دبدن دهډوکودکلکوالي لپاره ګټور دي. داچې په کليوکې مالداران دشيدواو مستودساتلولپاره ځانګړي وسايل په واک نلري، دکروتو جوړول ورته ترټولو غوره لار برېښي. کروت په بېلابېلو ډولونوجوړيږي. بس بي بي، دکابل اوسېدونکې،چې عملا دکروتوپه جوړولو بوخته وه، وويل: شړومبی ښې اېشووچې اوبه يې وچې شي، بيايې په کڅوړه کې اچوو چې چکه ترې جوړه شي. وروسته لږه مالګه هم ورسره ګډوو او سيوري ته يې وچوو. د حيواني محصولاتو د کنټرول آمر احسان الله بارکزی دکروتو دجوړلو پرمهال دنظافت په پام کې نيول ترټولواړين بولي. کروت دې له خزندو، موږکانواو خاورو دوړونه په خوندي ځای کې وساتل شي چې پدې ډول کيدای له دې کروتونه ترډېره وخته ګټه واخيستل شي. زياتره افغانان له کروتونه د خوړوپه توګه کار اخلي خوداچې ښه کروت څرنګه وپېژنو او وساتو، دلغمان ولايت يوتن مالدار قاري رفيع الله وويل:  | | | هغه کليوال چې دشيدواومستودساتلووسايل نلري،دکورتوجوړول ورته آسانه لار برېښي. |
"هغه کورت چې زياته مالګه ونه لري، اوړه ورسره ګډ نه وي، له تازه مستوياچکې جوړ او په سيوري کې وچ شوي وي، ښه کورت دي." کله چې کروت ښه وچ شي په تکه يي کڅوړوکې دې واچول شي چې تازه هوا ور ورسيږي او وخت په وخت دې وکتل شي. |