 | | | د پارلماني ټاکنو په ورځ د ښځو لپاره بېل مرکزونه په پام کې نيول شوي. |
د ټاکنو خپلواک کميسيون د روان کال د وږي دمياشتې ( 27)نېټه د پارلماني ټاکنو ورځ بللې، چې په دې ورځ خلک خپل استازي پارلمان ته ټاکي. سره له دې پنځه کاله وړاندې هم دا راز ټاکنې ترسره شوې وې، خويو شمېرخلک بياهم د رای ورکولو په لارو چارو نه پوهيږي. دسته ګل دکابل دقره باغ اوسېدونکی ددې پروسې سره دنابلدتيا له امله تېرځل نه و توانېدلی چې دخپلې خوښې وړ کانديدته رای ورکړي. ددې ستونزې دحل لپاره د پارلماني ټاکنو د کانديدانو د رايو په پاڼه کې د هر کانديد تصوير،انتخابي نښان اودرای ورکولو شمېره شته دی. پدې پاڼه کې دکانديددتصويرترڅنګ درای ورکولو لپاره يوه تشه خانه پرېښودل شوې چې رايه ورکوونکی دخپلې خوښې وړکانديدته هغه په نښه کوي. ددې ترڅنګ نوماندانو خپل تصويرونه، انتخاباتي نښان او شمېره دخلکودپوهاوي په موخه په بېلابېلو ځايونوکې هم ځړولي دي.  | | | درای په پاڼه کې دکانديد تصوير،انتخابي نښان اورای ورکولو شمېره تر سترګوکيږي. |
په پارلماني ټاکنوکې دښځو، زړو اومعذروکسانودونډې په اړه ډاکتر داوود صديق زاده د ټاکنو د خپلواک کميسيون د عامه پوهاوي د رياست يو تن کارکوونکی وويل: " د ښځو لپاره جدا او د نارينه وو لپاره بېل مرکزونه په پام کې نيول شوي. په هر ټاکنيزه حوزه کې ځانګړي کسان له داشان خلکوسره مرسته کوي." |