 | | | که وچو خټکيوته له هېوادنه دباندې بازارونه وموندل شي،دبزګرانودتشويق لامل به شي. |
د خټکيو کرل د بزګرانو لپاره د ګټې دترلاسه کولو يوه ښه سرچينه اوددې مېوې وچول ورو، ورو په يوه رواج بدل شوی دی. بزګران هرکال د خټکيو د پلورلو ترڅنګ يوه اندازه يې وچوي، چې په اړه يې عبدالمالک د کندز يو تن بزګر داسې وويل: "خټکي دړې، دړې کوو، پوست ترې جلا کوو، بيا يې په يو تار تړو او پاس يې را ځړوويې. تر وچېدو وروسته يې په وچ او پاک ځای کې ساتو. " داچې ولې ځينې خلک ولې خټکي وچوي، حاجي نېک محمددبلخ اوسېدونکي يې لامل دتازه خټکيو دساتنې دځای نشوالی وباله. له وچو خټکيونه په افغانستان کې دوچې مېوې په توګه کاراخلي او ځينې خلک يې په پخلي کې هم کاروي. دافغانستان دکرنې وزارت د وچو مېوو فني غړي وحيدالله برهان په ويناله هېوادنه د با ندې دې مېوې ته مارکېټ پيداکول دبزګرانودتشويق لامل کيږي. |