 | | | په افغانستان کې دپسونو وړۍ په څلوروډولو وېشل شوی: سختې ، نرمې ، ټينګې او منځنۍ |
له ډېرې پخوا زمانې انسانان د پسونو، وزو او اوښانو له وړيو څخه د ژوند په بېلابېلو برخو کې کار اخلي، ټوکران، غالۍ، نمڅي او کمبلې ترې اوبې. د افغانستان دکرنې وزارت د وترنرۍ رياست د اصلاح او تکثير آ مر ډاکټر محمدايوب احدي له وړيو څخه د جوړو شويو شيانو د ارزښت په اړه وويل: "وړۍ بدن ته دنم دتېرېدلو خنډ ګرځي. هغه کسان چې دروماتيزم ستونزې لري، غوره ده چې دشپې لخوا په نمڅي ويده يا له وړينوجاموګټه واخلي." ښې وړۍ کومې دي او مالداران څرنګه دښه کيفيت لرونکې وړۍ ترلاسه کولای شي؟ عبدالخالق د زابل ولايت يو تن د وړيو سوداګر د نيازيو کوچيانو د مالونو وړۍ ښې وګڼلې، ځکه چې اوږدې ، سپينې او نرمې وي. په افغانستان کې اته ډوله د پسونو نسلونه شته چې وړۍ يې پر څلورو برخو ويشل شوې دي : سختې ، نرمې ، ټينګې او ميانه وړۍ. ښې وړۍ نرمې وي او ارتجاعي خاصيت لري، که چېرې کښېکاږل شي او بيا پرېښودل شي،بېرته خپل لومړنی حالت غوره کړي.  | | | د روماتيږم لرونکوکسانوته ښايي چې دشپې لخوا په نيمڅي ويده شي. |
وړۍ ولې خرابيږي او له منځه ځي؟ دکمال الدين په نوم يو کوچي وويل چې دخاوروپه رنګ يوه خزنده وړۍ ميده کوي او خوري يې. ددې خزندې څخه دساتلو لپاره دې وړی له ذخيره کولو مخکې ومينځل شي اوپه وچ ځای کې دې کېښودل شي اوګدام دې هواکش ولري. |