BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:52 گرينويچ 2010 ,29 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادۍ غږ: ژوره

ژوره
ژوره دوه چوشکونه لري چې په يوه وخت کې له دواړو کار اخلي اودڅاوري وينه څښي.
ژوره يو ډول تور رنګه کب ته ورته ښوی چينجی دی، چې په ډنډونو او ولاړو اوبو کې اوسي. کله چې څاروي دا اوبه وڅښي ، ژورې يې ځان ستوني ته رسوي .

غلام بهلول د کابل د پغمان يو تن مالدار وويل چې ژوره له خوسا اوبو نه څارويوداوبو څښلوپرمهال دهغوی ترژبې لاندې، ستوني او سپوږموکې نښلي.

د ژورې خوله داسې جوړښت لري چې په اسانۍ سره ځان د څاروي په خوله کې نښلولي او وينه يې زبېښي.

احمد مسعود نيازی د کابل پوهنتون د ويتر نرۍ د پوهنځي استاد ژوره د دوو چوشکونو لرونکې وګڼله چې په يوه وخت له دواړو ګټه اخلي.

ژوره که څه هم ناروغي نه ده، خو که د زياتې مودې لپاره د پسه په ستوني کې پاتې شي، هغه له پښو غورځوي او په مرګ يې ګواښي .

ژوره
که ژوره د زياتې مودې لپاره د پسه په ستوني کې پاتې شي، هغه په مرګ ګواښي .

کله چې ژوره د څاروي ستوني ته ننوځي، څاروی ناارامه وي، غاړه لوړه وړي، ستونی يې بندښکاري، خواړه نه خوري اوترخولې يې وينې ځي.

ددې چينجې څخه دڅارويودخوندي ساتلو لپاره دې څارويوته روانې اوبه ورکړل شي اويا دې له ډنډونونه په لوښوکې اوبه راواخيستل شي.

دخـټکيووچولد ابادۍ غږ
د خټکيو وچول
ښې وړۍد ابادۍ غږ
ښې وړۍ
په کليوکې رايه ورکولد ابادۍ غږ
په کليو کې رايه ورکول
کشمش خانېد ابادۍ غږ
کشمشخانه
کليوالي جرګې د ابادۍ غږ
کليوالي جرګې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>