سيده مقصودي دبي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه |  |
 | | | ددې لپاره،چې ښې مستې ترلاسه کړو، شيدې له شېدې دې له(٢٠-٣٠) دقيقوپورې وايشول شي. |
د افغانستان په کليو او بانډو کې ډېری کورنۍ په کورونو کې غواوې لري، چې له شيدو او مستوڅخه يې پخپله ګټه اخلي اويايې هم دپلورله لارې خپل ژوندپرمخ بيايي. خو کله ناکله مستې خرابېږي. ددې ستونزې د لاملونو په اړه د کابل د ګذرګاه د لبنيا تود فابريکي د لبنياتو د صنعت د ودې مسوول ډاکټر مصطفى ظفروويل: "دمستودجوړولوپړاوونه سم نه مراعاتيږي، دتومنې کچه يې کمه يازياته وي اوترڅنګ يې دتودوخې درجه هم په مستو اغېزلري. شېدې دې له(٢٠-٣٠) دقيقوپورې وايشول شي ." خو کليوال دمستو د مستو د جوړلو لپاره له بېلابېلولاروکار اخلي. د کابل د احمد خان د کلي اوسېدونکي محمد اسلام په انددښومستودترلاسه کولو لپاره بايد په شيدوکې اوبه ګډې نشي. دهمدې ځای يوه بلې اوسېدونکې، چې دخپل نامه له اخيستلويې ډډه وکړه، شېدې تر هغې سړوي، چې ګوته ونه سوځوي.  | | | دښومستودترلاسه کولو لپاره دې هڅه۹ وشي، چې په شيدوکې اوبه ګډې نشي. |
وروسته ترهغې يوه کاچوغه شړومبې وراچوي اوترسهاره يې سرپټوي. ددې ترڅنګ که مستې ترتومنې وروسته په يخ ځای کېښودل شي غوره ده. د مستو تومنه کولو ظرف بايد تر کارونې مخکې پاک ومينځل شي او لمر ته دې کېښودل شي بيادې ترې ګټه واخيستل شي. |