BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:45 گرينويچ 2010 ,18 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د آبادۍ غږ: د ماشوم په زده کړه کې د کورنۍ ونډه

د ماشوم په زده کړه کې د کورنۍ ونډه
دماشوم په زده کړه کې کورنۍ بنسټيزرول لوبوي.
لويانو ويلي که چېرې په يوه کورکې يوه ښځه با سواده وي ، په حقيقت کې يوه کورنۍ با سواده ده او که يو نارينه با سواده وي، نو يو سړی با سواده دی.

کورنۍ د ماشوم دزدکړې لومړنی اوتر ټولو مهم ځای دی او مور اوپلار دي چې ماشوم ته د چاپيريال په هکله زده کړه ورکوي.

په افغانستان کې زيات شمېر ماشومان دبېلابېلولاملونوله امله له زده کړې بې برخې پاتې کيږي.

غلام حضرت د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی دخپلوماشومانوبېسوادي په هغه کلي کې دښوونځي تړل کېدل وبلل.

محمد حسن د باميانو د ولايت اوسېدونکی دماشومانوله زده کړې سره مينه لري، خو د اقتصادي کمزورتياله امله دهغوي اړتياوې نه شي پوره کولی.

يوشمېر کورنۍ چې له د تعليمي مرکزونو نه ليرې وي، ماشومانو ته په کورونو کې تعليم ورکوي او يا يې هم ددينې زده کړو لپاره جومات ته استوي.

دماشوم په زده کړه کې دکورنۍ ونډه
که چېرې په يوه کورکې يوه ښځه با سواده وي ، په حقيقت کې يوه کورنۍ با سواده ده.

ديادولو وړده ، چې دپلار او مور ترڅنګ دکورنۍ نور غړي هم بايدد ماشوم په زده کړه کې مرسته وکړي.

استاد زبورا د کابل د مريم لېسې ښوونکې په باور دماشوم په زده کړه کې کورنۍ بنسټيزرول لوبوي، ځکه، چې ماشوم ډېری وخت په کورکې له خپلو مشرانوسره تېروي.

دطبق ناروغيد ابادۍ غږ
دطبق ناروغي
دپټاټوساتلد ابادۍ غږ
د پټاټوساتل
ژورهد ابادۍ غږ
ژوره
دخـټکيووچولد ابادۍ غږ
د خټکيو وچول
ښې وړۍد ابادۍ غږ
ښې وړۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>