BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:46 گرينويچ 2010 ,13 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادۍ غږ: دطبق ناروغي

دطبق ناروغي
ځنې خلک دطبق په ناروغۍ داخته څاروي په پښونيل توتياوهي، چې ګټور تماميږي.
دطبق ناروغي ،چې د خولې او پښو د ناروغۍ په نوم هم ياديږي، يو ډول ويروسي ساري ناروغي ده چې شخوند وهونکي او ښنګري لرونکي څاروي لکه غواوې ، پسونه او وزې پرې اخته کيږي.

د څارويو ډاکټران وايي چې که چېرې پدې ناروغۍ داخته څاروي ژر درملنه ونشي، په لږ وخت کې يې وژني.

د څارويود ناروغيو ډاکټر عبدالحق وويل که چېرې پدې ناروغۍ داخته څاروي ژر درملنه ونشي واړه څاروي وژني، غټ ډنګروي او شيدې يې کمېږي.

غلام بهلول، دکابل دکمپنۍ يوتن مالداردطبق په ناروغۍ داخته څاوري نښې په پښو سم تګ نه کول، دخولې خوږ اودڅاروي سخته تبه وښوده.

خواني د مارګيرانو د سيمې يو تن مالداروويل چې دطبق ناروغي له اوبه خور اوپه کومو خوړوچې ناروغ څاروي خوله وهلي، روغ څاروي ته لېږدي.

دطبق د ناروغۍ تر دې دمه کوم ځانګړي دارو نلري، خو ځينې تجربې شته چې د ناروغۍ په کمولو کې مرسته کوي.

دکابل يو تن مالدار محمدعثمان پدې ناروغۍ داخته څاروي په خوله کې پټکری اچوي او په پښو نيل توتيا وهي چې ګټور تماميږي.

دطبث ناروغي
دطبق ناروغي واړه څاروي وژني،غټ له پښوغورځوي اوشيدې يې هم کموي.

ددې ناروغۍ څخه دروغوڅاريو دساتنې لپاره دې ناروغ څاروي له روغو ليري وساتل شي.

روغ څاروي دې هغو ورشو ګانو ته دې نه ور ولي چې هلته په طبق اخته څاروي څريدلي وي اوددې ناروغۍ په وړاندې دڅارويوواکسين کول ترټولو اړين دي.

دپټاټوساتلد ابادۍ غږ
د پټاټوساتل
ژورهد ابادۍ غږ
ژوره
دخـټکيووچولد ابادۍ غږ
د خټکيو وچول
ښې وړۍد ابادۍ غږ
ښې وړۍ
په کليوکې رايه ورکولد ابادۍ غږ
په کليو کې رايه ورکول
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>