 | | | دمصنوعي القاح له لارې پيداشوی نسل ديوشمېرساري ناروغيوپه وړاندې مقاومت لري . |
د کرنې وزارت په دې وروستيو کې په دې هڅه کې دی، چې د غواوو خسکي نسلونه په زراعتي بدل کړي، چې له همدې امله په ځينو سيمو کې مصنوعي القاح رواج موندلی دی. حاجي جمال د کابل د پغمان ولسوالۍ يو تن مالدار يو له همدې کسانو څخه دی چې خپله غوا يې په مصنوعي توګه القاح کړې ده. حاجي جمال د مصنوعي القاح نسلونه اوچت بولي او ويې ويل، چې زياتې شيدې ورکوي او بيه يې هم له عادي هغوڅوبرابره لوړه وي. متين دهمدې ولسوالۍ يوبل مالدار وويل، چې ډېری غواوې مصنوعي القاح نه اخلي او تر هغې يې له غوايي سره دغوا يوځای کېدل غوره وګڼل. خود پغمان ولسوالۍ د حيواني کلينک ډاکټر سالم بدر بيا دا خبره ردوي چې ګواکې غواوې په مصنوعي توګه نه القاح کيږي. نوموړي وويل: " د ځينو غواوو رحم چرک لري، تخمدانونه اوياخپله غوا کمزوري وي، چې داسې غواوې له غوايي نه هم نه بلاربيږي."  | | | د مصنوعي القاح نسلونه اوچت، زياتې شيدې ورکوي اوبيه يې هم ترنورو ډېره لوړه ده. |
دڅارويو ډاکټران وايي، چې دمصنوعي القاح په صورت کې اصلاح شوی نسل رامنځته کيږي. دانسل ديوشمېرساري ناروغيوپه وړاندې مقاومت لري او دتکثيرکچه يې هم لوړه ده. د مصنوعي القاح سپرم په افغانستان کې توليد شوی، چې ددې ځای له آب هواسره برابراومالداران کولی شي، په اسانۍ خپلې غواوې په مصنوعي توګه القاح کړي. |