BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:56 گرينويچ 2010 ,16 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادۍ غږ: سوله پاله څېره

سوله پاله څېره
مولوي توکل ډېرې داسې شخړې حل کړي، چې ښکېل لوري يودبل وينوته تږي ناست وو.
په افغانستان کې ځينې کليوال د پولې پټې، اوبو او يا هم د نورو خپلمنځي توپيرونو له امله په خپلو کې ستونزې لري، چې کله ناکله همدا ستونزې د مرګ تر بريده رسي، چې ترډېرې مودې يې تربګنۍ له زړونو نه وځي.

خو په ځينو سيمو کې بيا مخور کسان، سپين ږيري او قومي مشران ښکېلې خواوې سره کېنوي او ددې وخت نه ورکوي چې دښمني يې وغځيږي.

يو ددې رازکسانونه د ننګرهار ولايت د وچ تنګي د سيمې مخور سپين ږېري، مولوي توکل دی،چې د سيمې د ډېری خلکو شخړې يې حل کړيدي.

هغه وويل، چې په سلګونوداسې ستونزې يې حل کړي، چې خلک د يو بل وينو ته تږي وو اوتر دې دمه داسې څوک نشته چې دده له امرنه سرغړونه وکړي.

هغه دستونزو دحل لامل د خلکو ترمنځ توپيرنه کول، دواړولوروته قناعت ورکول او د خدای د رضا لپاره دمسالې حل وباله.

داچې خلک ولې د مولوي توکل پرېکړوته درناوی لري، سيد احمدشاه د وچ تنګي د منځني ښوونځي استاد وويل:

استادسيداحمدشاه
دمولوي توکل په منډو ترړووچ تنګی سمسور او درې زره کورونه پکې مېشت شول.

"موږ چې کله دې سيمې ته راغلو، دا وچ ډاګ وو، همدا د مولوي صاحب منډې ترړې وې چې درې زره کورونه يې دلته مېشت کړل او دوی ته يې ښوونځي، کلينيک او د اوبو څاګانې و کېندلې. "

مريم د وچ تنګي د سيمې د يوې مېرمن ورور له نورو کليوالو سره په شخړه کې يوتن په چاړه وژلی و،خو مولوي توکل يې ترمنځ روغه وکړه او بدې يې په دوستۍ بدله کړه.

کلي او خامه سړکونهد آبادي غږ
کلي او خامه سړکونه
د ښو مستو جوړولد آبادۍ غږ
د ښو مستو جوړول
په غواووکې مصنوعي القاحد ابادۍ غږ
په غواوو کې مصنوعي القاح
د ماشوم په زده کړه کې د کورنۍ ونډهد آبادۍ غږ
د ماشوم په زده کړه کې د کورنۍ ونډه
دطبق ناروغيد ابادۍ غږ
دطبق ناروغي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>