BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:15 گرينويچ 2010 ,23 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د آبادۍ غږ: ژېړ غوړي

ژېړ غوړي
کوچ دې داوبو تر پوره تبخيرپورې واېشول شي اوبيا دې به سرتړلوشيشه يي بوتلونوکې وساتل شي.
دغوا غوړي، چې د ژېړو غوړيو په نوم هم پېژندل کيږي، له هغو حيواني محصولاتو څخه دي، چې مالدران يې توليدوي.

مالدران د غواوو غوړي دپسرلي او اوړي په فصلونوکې ذخيره او دژمي په موسم کې، چې دڅارويو توليدات کميږي، ترې ګټه اخلي اويايې هم پلوري.

داچې د غواوو دغوړيو اقتصادي ګټه څه ده، په اړه يې دميدان وردګو ولايت دجلرېز ولسوالۍ دماما نورخېلو دکلي اوسېدونکي وويل:

که يو مالدار څلورمنه ژېړ غوړي وپلوري، په ژمي کې کولای شي دهغې په پيسو ١٢ منه غوړي وپېري.

لطف الله ړنګ د لبني موادوکارپوه او دکرنې وزارت کارکوونکي وويل، چې دښو غوړيو دلاسته راوړلولپاره دې کوچ داوبو تر پوره تبخيرپورې واېشول شي.

وروسته دې په پاک لوښي کې واچول شي او هڅه دې وشي، چې په غوړيو کې لاس ونه وهل شي، څو پوپنک پيدا نکړي.

ژېړ غوړي
مالدران د غواوو غوړي دګرمۍ په موسم کې ذخيره او دژمي په موسم کې ترې ګټه اخلي.

وروسته دې غوړي په شيشه يي سرتړلو بوتلونوکې وساتل شي. ځينې مالداران دژېړو غوړيو دترډېرې مودې ساتلولپاره هغه په يخ ځای يا سړو اوبوکې ږدي.

سوله پاله څېرهد ابادۍ غږ
سوله پاله څېره
کلي او خامه سړکونهد آبادي غږ
کلي او خامه سړکونه
د ښو مستو جوړولد آبادۍ غږ
د ښو مستو جوړول
په غواووکې مصنوعي القاحد ابادۍ غږ
په غواوو کې مصنوعي القاح
د ماشوم په زده کړه کې د کورنۍ ونډهد آبادۍ غږ
د ماشوم په زده کړه کې د کورنۍ ونډه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>