 | | | هغه مهال، چې انار يوڅه غټ شوي وي، دسپينې سرې ورکول ورته زيان رسوي. |
د افغانستان په ځانګړې ډول د کندهار او فراه انار د نړۍ له مشهورو انارو څخه ګڼل کيږي، خوپدې وروستيو کې يوشمېربڼوال دانار له چاودېدلوسرټکوي. دوی وايي، چې له دې امله يې انار ښه بازارنلري. د انار دچاودېدو لامل محمد سرور دکندهار اوسېدونکی بې وخته باران وباله. خو يوشمېر نورو بڼوالو بيا ددې ترڅنګ دموسم تغيير او په غير منظم ډول داوبو ورکول هم ددې ستونزې لاملونه وګڼل. حيات الله امرخيل، دکرنې کارپوه وويل، چې يو ډول مکروب د انار د مېوې د پوستکي د چاودېدلو لامل ګرځي. دانارو دچاودېدو د مخنيوي په موخه يوشمېر بڼوال د انارو په دانو خټه موښي،خوځينې بيا پدې برخه کې نورې تجربې لري.  | | | د هوا بدلون اوپه غيرمنظم ډول اوبه ورکول، د انار دچاودېدو لامل کيږي. |
عبدالمنان دفراه ولايت يوتن بڼوال وويل، هغه مهال، چې انار يوڅه غټ شوی وي، دسپينې سرې ورکول ورته زيان رسوي. نوموړي زياته کړه، چې انارو ته دې دانار له ګل نه مخکې او وروسته حيواني يا کيمياوي سره ورکړل شي او په منظمه توګه دې اوبه ورکړل شي. |