BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:03 گرينويچ 2010 ,13 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د آبادۍ غږ: د رومي بانجانو وچول

د رومي بانجانو وچول
يوشمېرخلک په وچو رومي بانجانوکې مالګه ګډوي، چې چينجي پيدانکړي.
د افغانستان په کليواوبانډوکې دژمي په موسم کې تازه رومي بانجان نه ترلاسه کيږي، يوشمېرخلک يې دګرمۍ په موسم وچوي او په ژمي کې ترې ګټه اخلي.

داچې څه وکړو،څو وچ رومي بانجان مو ژرخراب نشي، په اړه يې ثريا دپروان ولايت دبګرام دولسوالۍ يوې اوسېدونکې وويل:

"لومړی رومي بانجان مينځو، بيايې په چاړه ټوټې، ټوټې کوواودلرګي په يوه پاکه دړه يې په هوا لرونکې ځای کې لمر ته اچووچې ښه وچ وشي."

زيات شمېرخلک درومي بانجانو تروچولو وروسته يوه اندازه مالګه پکې ګډوي چې چينجي پيدا نکړي.

فهيمې د کرنې او مالدارۍ د څانګې يوې متخصصي د رومي بانجانودوچولو لپاره د شپې لخوا دپلاستيکي خېمې جوړول غوره وګڼل.

رومي بانجان
رومي بانجان دې ترهرڅه مخکې ومينځل شي بيادې دوچولولپاره واړه شي.

هغې وويل، چې دخيمې درې خواوې دې پلاستيک اويوه خوا دې جالي ونېوله شي ، چې دشپې لخوا هم تازه هوا ورته ورسيږي او دورځې لخوا دې پلاستيک ترې ليرې شي.

ژمی او څارويد آبادۍ غږ
ژمی او څاروي
 د انار چاودلد آبادۍ غږ
د انار چاودل
ژېړ غوړيد آبادۍ غږ
ژېړ غوړي
سوله پاله څېرهد ابادۍ غږ
سوله پاله څېره
کلي او خامه سړکونهد آبادي غږ
کلي او خامه سړکونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>