 | | | له سنيو نه پشمي جامې،دستکښې، کمبلې، خورجين، ټغر ، جاکټ، خولۍ اوغالۍ هم اوبي. |
د افغانستان يوشمېرمالداران دپسونو او اوزو وړۍ ټولې، له هغوی نه سنۍ رېشي او پدې توګه دځان لپاره دعايد يوه لاره پرانيزي. سنۍ په دوو ډولونو رېشل کيږي چې ځيني يې په لاس اويوشمېر يې بيا دڅرخ پواسطه رېشي، چې ددويم ډول دکار ګړنديتوب يوڅه ډېر دی. داچې له سنيوڅه جوړوي، په اړه يې محمدصادق دغزني يوه اوسېدونکي وويل، چې هغوی ترې خولې، جاکټ او غالۍ اوبي. ددې ترڅنګ له سنيو نه پشمي جامې،دستکښې، کمبلې، خورجين، ټغر او ځينې نور ژمني وسايل هم جوړ او په ښه بيه يې پلوري. سنۍ دکويه په نوم يو دښمن هم لري، چې په تياره اوخاورينوځايونوکې سنيوته لار پيدا کوي او هغه خوري. يوشمېر کسان ددې ستونزې دمخنيوي لپاره له تمباکونه ګټه اخلي او ځينې نوربيا په سنيو نفتالين وهي.  | | | د ماشين پواسطه دسنيورېشل دکارپه ګړنيتوب کې مرسته کوي. |
دڅارويو دمحصولاتوکارپوهان لارښوونه کوي، چې له څاروي نه دوړيوتر اخيستلو مخکې دې،څاروی ښه ومينځل شي اوبيا دې سنۍ او وړۍ په وچ او پاک کې ځای کې وساتل شي. |