 | | | يوشمېرځوانان په ژمنۍ رخصتۍ کې دکار کولوله لارې دخپلې کورنۍ سره اقتصادي مرسته کوي. |
د افغانستان په کليو او بانډو کې يو شمير ځوانان خپله ژمنۍ رخصتي په سبق ويلو او ځينې نور داقتصادي ستونزو او يا دامکاناتودنه درلودلوله امله دا رخصتي بې ګټې تېروي. يوشمېر نور بيا په دې موده کې نوي کسبونه اومهارتونه زده کوي او پدې توګه له خپلې کورنۍ سره اقتصادي مرسته کوي. رقيب الله دکابل دچار آسياب اوسېدونکي، چې دا مهال دخياطۍ په زده کولو بوخت و، دخپل دې کار لامل داسې بيان کړ: "زما يوشمېردوستان، چې کله له ښوونځي نه فارغ شول، کار وبار يې ونه موند، ما پرېکړه وکړه ، چې دښوونځي ددرسونوترڅنګ يوکسب هم زده کړم." خو په ليرو پرتو سيموکې بيا دهلکانوسربېره دښوونځي نجونې هم تر فراغت وروسته له بې کارۍ نه سرټکوي.  | | | نجونې هم کولای شي، چې په ژمنيورخصتيو کې ددرس ترڅنګ يو مهارت زده کړي. |
زحل هوشمند د کابل د پوهنتون د ساينس د پوهنځي محصله نجونو ته لازمه ګڼي، چې په ژمنيو رخصتيو کې خياطي ، آرايشګري او داسې نور زده کړي. که چېرې ځوانان دښوونځي ترڅنګ يو کار اوکسب هم زده کړي ، له يوې خوابه يې دخپل ښوونځي لګښت پخپله پوره کړی وي او له بله پلوه به يې له خپلې کورنۍ سره هم مرسته کړې وي. |