BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:24 گرينويچ 2010 ,09 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د آبادۍ غږ: جبري ودونه

جبري ودونه
ځينې خلک له نجلۍ دواده په هکله پوښتنه له ر واج نه ليرې اوشرم ګڼي.
داسلام د مقدس دين دلارښوونې له مخې هره نجلۍ اوهلک، چې د خپل عمر قانوني پړاو ته ورسيږي لازمه ده، چې واده وکړي او کورنۍ جوړه کړي.

واده بايدد دواړو لورو، نجلۍ او هلک، په خوښه ترسره شي، خو ځيني کليوال پدې برخه کې دخپلو اولادونو خوښه او هوکړه له پامه غورځوي.

ځينې وخت اقتصادي ستونزې اويا هم ناوړه دودونه ددې راز ودونو لامل کيږي.

محمد اشرف دولتزی له لور نه پوښتنه له خپل رواج څخه ليرې اودشرم وړ خبره بولي.

خو رويا دکابل دشکردرې اوسېدونکې داکار دکورنيو د پوهې په کچې پورې تړلی بولي او وايي ، چې لوستی خلک دخپلو اولادونورضايت اخلي.

مولوي حضرت بلال د حاجي چمن د دارالعلوم استاد دلورله خوښې پرته د وادولو لاملونه ناوړه رواجونه او داسلام له اساساتوبې خبري وبلله.

جبري ودونه
هره نجلۍ اوهلک، چې د خپل عمر قانوني پړاو ته ورسيږي لازمه ده، چې واده وکړي.

که چيرې د نجلۍاو يا هم هلک نه د هغوی دژوندد دشريک په اړه پوښتنه ونشي، کورنی ژوند يې له کړاوونو ډک او ياهم ژر سره جلاکيږي.

خاطره واحدي هغه مېرمن ده، چې دخپلې کورنۍ په خوښه يې واده کړی خو ددې رضايت هم پکې پوښتل شوی و. هغه اوس له خپل ګډ ژوند نه ډېره خوښه ده.

زده کړه او د اولادونو ترمنځ توپيردآبادۍ غږ
زده کړه او د اولادونو ترمنځ توپير
 د مخدره موادو پر ضدقانوند آبادۍ غږ
د مخدره موادو په قانون کې جزا
سنۍ رېشلد آبادۍ غږ
سنۍ رېشل
درومي بانجانو وچولد آبادۍ غږ
د رومي بانجانو وچول
ژمی او څارويد آبادۍ غږ
ژمی او څاروي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>