 | | | دډېرعمرکسانوته مناسب خواړه رسېدل، دناروغيوپه وړاندې دهغوی بدن پياوړی کوي. |
سپين ږيرو او سپين سرو ته د منظمو خوړو نه رسېدل کله نا کله هغوی ته دمعدې او عصابو ناروغي پيدا کوي، چې پخپله دپاخه عمر خاوندان هم خپله کمزورتيا دمنظمو خوړوله نشتوالي بولي. په افغانستان کې د مور او پلار ساتنه د اولادنو مسووليت او دکورکار د ښځو دنده ګرځېدلې ده. افغان ګل د کابل ښار يوه اوسيدونکې يو زوی لري، چې مزدوري کوي او دهغه ګټه دومره نده چې خپلې مورته مناسب خواړه تيارکړي. هغې وويل، چې ډېری وخت ډوډۍ له چای سره خوري او دکمزورۍ له امله ورباندې ضعف راځي. خو شمېرمېرمنې بيا دخپلو زړو خوړو ته ځانګړې پاملرنه کوي اوهروخت، چې ترې خواړه وغواړي، ورته يې تياروي.  | | | دډېرعمرکسان هم خپله کمزورتيا دمناسبو خوړو نشتوالی بولي. |
بوډاګانو ته د مناسبو خوړو دنه رسېدو يولامل هم فقر دی، چې يوشمېر زاړه کسان هم دا ستونزې مني او په هر رازخوړو قناعت کوي. که چېرې زړو کسانو ته پخپل وخت مناسب خواړه ورسيږي، له ډېروناروغيو به په امن او دکورنۍ نور غړي به هم ورسره آرام وي. |