 | | | موټرچلوونکوته ښايي چې د ژمني سفرپرمهال له ځان سره احتياطي وسايل ولري. |
د ژمي سړه هوا، دلارې اوږدوالی او کله ناکله دلارو بندښت دمسافروپروړاندې سفر ستونزمن کوي. دسالنګ کوتل هم تېرکال ډېری مسافرين دژمي په سختوشپو ورځوکې له ستونزوسره مخ کړل، چې يوشمېردهغوی خپل ژوندهم له لاسه ورکړ. پداسې حالاتوکې د ډېرعمر خاوندان او ماشومان، چې دسړې هوا دزغملو توان نلري، ډېر زيانمن کيږي . ددې شان زړه بوږنوونکوپېښو له تکرارڅخه دمخنيوي لپاره لازمه ده، چې مسافر تر سفر مخکې پوره تياری ولري. داسې کسان بايد له ځانونوسره تودې جامې، کمبلې، مناسب خواړه اويوشمېر نورداسې وسايل ولري، چې دپېښې پر مهال ترې ګټه واخلي.  | | | د ژمي سړه هوا او لاروبندښت مسافرله ستونزوسره مخ کوي، بايدچې سفرته پوره تياری ولري. |
دا چې ولې يوشمېر مسافر له داسې پېښو سره مخ کيږي، خيرالله دغزني دلين موټر چلوونکي يې لامل دمسافروبې پروايي وښوده. ددې لپاره، چې په ژمي کې دسفرپرمهال له ستونزوسره مخ نشو، غوره ده، چې موټرچلوونکي هم له ځانونوسره احتياطي وسايل او مسافردلارې دخطرونوپه اړه پوره مالومات ولري. |