BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:22 گرينويچ 2011 ,19 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دابادۍ غږ: د کوکنارو بديل

د کوکنارو بديل
بزګرانوته دکر لپاره دغنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل هغوی دکوکناروله کرڅخه راګرځوي.
سره له دې چې د افغانستان دولت او نړيواله ټولنه دکوکناردکښت دله منځه وړلو او بزګرانوته دهغې پرځاي ديوبل غوره بديل په واک ورکولوپه هڅه کې دي، خوتردې دمه پدې کار کې ندي بريالي شوي.

دا چې ولې خلک دکوکنارکښت غوره ګڼي، دننګرهار اوسېدونکی يې لامل دځمکې کموالی، بېکاري اوداپين ډېره ګټه بولي.

خو د کوکنارو کر دګټې ترڅنګ دسيمې خلکو ته يو لړستونزې هم پيدا کړي او يو شمېرځوانان ددې کبله په نشه يي توکو روږدي شويدي.

ددې ستونزو دمخنيوي غوره لار دکوکنار دکښت پرځای بل ښه کښت ته زمينه برابرول او بزګران ددې بوټي دزيانونو په اړه پوهول دي.

د کاپيساولايت دکرنې رييس محمد عارف حسيني دکوکناردکښت دبديل په موخه په هغه ولايت کې ديوه کال په موده کې (٥٠٠) دميووبڼونه جوړ کړيدي.

ددې ترڅنګ دهېواد په ځينوسيموکې دکوکناروپرځای خلکودزعفران کښت ته مخه کړې، چې ګټه يې تراپينوڅو برابره ډېره ده.

زعفران
دکوکنارو پرځای دزعفران له کرڅخه بزګران داپينوپه پرتله څوبرابره ډېره ګټه ترلاسه کوي.

ددې لپاره، چې بزګران دکوکنارپرځای بل کښت وکري، ديني عالمان هم پدې برخه کې ستره ونډه درلودلی شي.

مولوي معصوم الدين رحماني ټول نشه راوړونکي او زيان رسوونکي توکي لکه شراب، چرس، بنګ او اپين حرام وګڼل، چې پرځای بايد نورتوکي وکرل شي.

دمخدره توکو قاچاقدابادۍ غږ
دمخدره توکو قاچاق
ښځې اوله کورنه بهرکارد آ بادی غږ
ښځې اوله کورنه بهر کار
 د ښوونځيوجوړولد آبادۍ غږ
د ښوونځيوجوړول
جبري ودونهد آبادۍ غږ
جبري ودونه
غيرقانوني سفرونهد آبادۍ غږ
ناقاقونه سفرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>