محمد انور اندړ دبي بي سي دتعليمي خپرونو له لړۍ څخه |  |
 | | | دنشې په مخنيوي کې ديني عالمنان،قومي مشران، دولت اوبيا نړيواله ټولنه مسووليت لري. |
وروستيو څېړنو ښوولې، چې د افغانستان کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېره ديومليون په شاوخوا کې ده. ډاکترعبدالشکوردنشه يي توکودتنظيم دکمېټې ددارالانشا مسوول د نشه يي توکو قربانيان افغانان اوګټه کوونکي يې مافيايي کړۍ وګڼلې. که له يوې خوانشه يي توکي ددولت لپاره دفساد لامل دی له بله پلوه پدې توکواخته کېدل دولت اونړيواله ټولنه له ستونزوسره مخ کړېده. په نشه يي توکوداخته کېدو لاملونه په ملګروملتونوکې له نشه يي توکوله جرمونوسره دمبارزې دمطبوعاتي دفتر مسوول داسې ياد کړل: "په کومو سيمو کې چې نشه يي توکې کرل او ياکارول کيږي، بنسټيز لامل يې بې کاري اودخلکو د پوهې د کچې ټيټوالی دی."  | | | نشه يي توکي دفساد لامل اوپه نشه روږدي کېدل نړيواله ټولنه هم له ستونزو سره مخ کړېده. |
ددې ستونزې په مخنيوي کې لومړۍ کورنۍ، ديني عالمان،قومي مشران، دولت اوبيا نړيواله ټولنه مسووليت لري. ددې ترڅنګ رسنۍ هم پدې برخه کې پراخه ونډه درلودلی شي، چې خلک ددې توکودکر او کارونې په زيانونو وپوهوي. |