م. حماس دبي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه |  |
 | | | ماهرې دمېرمنود اقتصاددپياوړتياپه موخه حرفوي کورسونه هم جوړکړيدي. |
د افغانستان په ليرې پرتوسيمو کې ډېری ښځې له خپلوديني اومدني حقونوبې خبرې او له اقتصادي پلوه ټيټ ژوندلري، خويو شمېر يې بيا پدې توانېدلي، چې دنوروښځو د ژوند ښه والي ته مټې راونغاړي . يوه له دې شان مېرمنونه دپکتيا اوسېدونکې ماهره احمدزۍ ده، چې دبېلابېلو ټولنيزو خدمتونوله لارې يې ښځوته دکارکولوزمينه برابره کړېده. ماهره، چې ترڅوارلسم ټولګي پورې يې زده کړي کړي، لومړی يې له يوې موسسې نه دچټکوزده کړوپروژه ترلاسه کړه. پدې پروژه کې يې هغونجونوته، چې دعمر دزياتوالي له کبله له درس اوتعليم نه بې برخې وې، دزده کړې زمينه برابره کړه. تر دې دمه په ياد ولايت کې له دې کورسونونه د(6) زرو په شاوخواکې نجونې فارغې اودقابلګۍ کورسونوته ورپېژندل شوېدي. ددې ترڅنګ ماهرې دمېرمنودپه ځان دبسيا او اقتصاددپياوړتياپه موخه حرفوي کورسونه هم جوړکړيدي. داچې ماهره څرنګه توانېدلې په خپلوفعاليتونوکې بری ومومي، هغې يې لاملونه داسې په ګوته کړل:  | | | ماهرې له درس او زده کړې نه پاتې نجونوته دچټکوزده کړو پروژه هم په کار اچولې ده. |
"خپل اسلامي اوکلتوري ارزښتونه مې پام کې ونېول او ترڅنګ مې دخلکو له غوښتنو اوشرايطوسره سم کارپرمخ بېولو." ماهرې په ټولنيزو او فرهنګي فعاليتونوکې هم رغنده رول لوبولی، چې غوره بېلګه يې دپکتيا په ولايت کې دښځودادبي بهيررامنځته کول اويوشمېرکورنۍ د ولورکمولوته اړ اېستل دي. |