BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:25 گرينويچ 2011 ,30 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادۍ غږ: دسايبينو بوټی

دسايبين بوټی
دسايبينوله اوړو په ډوډۍ، کلچواونورو خوړو کې هم ګټه اخلي، چې ډوډۍ ترډېره نرمه ساتي.
دافغانستان بزګرانوپه وروستيو کلونوکې ديوشمېرداسې بوټوآزمويل پيل کړي، چې پخوا پدې هېواد کې دود نه و.

پدې بوټوکې د سايبين، زعفران او کرېلې يادونه کولی شو، چې له يوې خوا ښه حاصل ورکوي او له بله پلوه اقتصادي ارزښت هم يې هم ډېردی.

سايبين پلي لرونکی يو کلن صنعتي نبات دی، چې د امريکې متحده ايالات يې ترنورو هېوادونوډېر توليدات لري.

په لومړيو کې سايبين يوازې دڅاريو خوراک و، خو څېړنوسايبين يوپروتين لرونکی نبات څرګند اوپه بېلابېلوخوړوکې ترې ګټه اخيستل پيل شول.

سايبين دلوبيا په څېربوټی اوپلي لري. دکرني پوهان سايبين دغوړيو دجوړولو لپاره ډېرګټوربولي.

له دې بوټي نه لاسته راغلي غوړي له کولسترولوخالي او اوړو يې په کيک، کلچو اويوشمېرنوروخوراکي توکې ګټه اخلي.

سايبين
سايبين دلوبيا په څېربوټی اوپلي لري، چې دانې يې دغوړيو دجوړولو لپاره ډېرې ګټورې دي.

له سايبينو نه پنير، مستې هم . که چېرې دسايبينو يوه برخه دغنموداوړو له نهوبرخو سره يوځای شي، ترډېره دمه ډوډۍ نرمه پاتې کيږي.

دسايبين بوټی، چې کرل يې په افغانستان کې نوي پيل شوي، په يوه جريب ځمکه کې ددې بوټي يونيم کيلو تخم شيندل کيږي، چې له (100- 80) منو حاصل ورکوي.

دکلي مور د ابادۍ غږ
دکلي مور
ښځې او اقتصادي کارونهدآبادۍ غږ
ښځې او اقتصادي کارونه
سبزۍ ته د ځمکې جوړولدابادۍ غږ
سبزۍ ته د ځمکې جوړول
زده کړه او دښځو سياسي فعاليتونهد ابادۍ غږ
زده کړه اوسياسي فعاليتونه
له نشې مخنيوي د آبادۍ غږ
له نشې مخنيوي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>