 | | | دمڼوپه ونوکې دبې کيفيته دواګانوله کارولو ډډه وشي،ځکه چې ونې ته زيان رسوي. |
پدې وروستيو کلونوکې د افغانستان دنورو مېووترڅنګ مڼوهم ښه بازار پيدا کړی، خو ددې مېوې دونې دپخته ګک ناروغي يې په حاصل کې دپام وړ کمښت راولي. داچې دا ناروغۍ ولې پخته ګک بولي او څه وخت پيدا کيږي، هدايت الله عمرخېل دکرنې کارپوه داسې وويل: "د پخته ګک دناورغي لامل يوډول حشره ده، چې په ځينوسيموکې يې اوخۍ بولي، چې دونو حجرات وچ او له منځه وړي." پخته ګک مالوچوته ورته ماده ده، چې د دوبي له پيل نه دمني ترپايه دمڼو په ونو کې پيدا او هغه ځپي." ځينې بڼوال ددې ناروغۍ دمخنيوي لپاره پر ونو دخاوروتېل شيندي، خو دکرنې کارپو هان بياژمني غوړ، دسلفر او چونې ګډ محلول کارول ګټور بولي. ژمني غوړ دمنې په پيل کې، کله چې ونې پاڼې ورژوي اودسلفرو اوچونې محلول دې دپايپ پواسطه د ژمې په پای کې پر ونو وشيندل شي.  | | | د پخته ګک دناورغي لامل يوډول حشره ده، چې په ځينوسيموکې يې اوخۍ بولي. |
دکرنې دکارپوهانوپه وينا دمڼوپه ونوکې دې له بې کيفيته دواګانوله کارونې ډډه وشي، ځکه چې مفيده حشرات له منځه وړي اوځای يې هغه حشرات نيسي، چې ونې له منځه وړي. |