BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:25 گرينويچ 2011 ,23 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دابادۍ غږ: دبدل واده(دويمه برخه)

دبدل واده
دبدل په واده کې نجلۍ ډېرزيان مومي،ځکه کورنۍ دهغې خوښه له پام څخه غورځوي.
په افغانستان ، په ځانګړې توګه په کليوالوسيموکې دځوانانو واده کول يوه ستره ستونزه ده، چې يو شمېرکورنۍ ورسره لاس او ګرېوان دي.

يوشمېرکليوال داقتصادي ستونزوياپه ټولنه کې دشته دود له کبله دې ته اړکيږي، چې دخپلې خوريا لور په بدل کې خپل زوی ته واده وکړي.

داکورنۍ پدې ډول ودونوکې دلور يا زوی خوښه په پام کې نه نيسي، چې پدې کار ترټولو زياتې نجونې زيان مومي.

پدې راز ودونوکې نجونې دهغوی له خوښې پرته داسې کسانوته ورکول کيږي، چې عمر يې ترنجلۍ څوبرابره لوړ وي.

دبدل دودونودګردي مېز په دويمه برخه کې ټولو ګډونوالودقوانينوپه رعايت ټينګارکاوه.

ددې ترڅنګه هغوی ويل، چې دولت ته هم ښايي دښځوله حقوقو دفاع وکړي.

ددې ګردي مېز له ګډونوالو څخه يوهم ديني عالم محمد مصدق و، چې دبدل ودونوپه اړه يې داسې وويل:

دبدل واده
کله ناکله اقتصادي ستونزې هم کورنۍ دلور ياخوردبدل واده ته اړباسي.

"په کليوالوسيموکې ملايان هم دخلکو ددودونو تر اغېزلاندې راغلي، که هغوی پدې برخه کې خلکوته نصيحت وکړي، پايلې به يې مثبتې وي."

دګردي مېزيوې بلې ګډونوالې ، عفيفه معروف وويل، چې دعدليي په وزارت کې دعامه پوهاوي داسې يورياست شتون لري، چې دنده يې په قوانينواوحقوقو دخلکو پوهول دي.

د بدل ودونه د آبادۍ غږ
د بدل ودونه
د سايبينوکښتد آبادۍ غږ
دسايبينو کښت
دسايبين بوټی د ابادۍ غږ
دسايبين بوټی
ښځې او اقتصادي کارونهدآبادۍ غږ
ښځې او اقتصادي کارونه
سبزۍ ته د ځمکې جوړولدابادۍ غږ
سبزۍ ته د ځمکې جوړول
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>