BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:04 گرينويچ 2011 ,30 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادۍ غږ : دزعفرانو کښت
د زعفرانوکښت
زعفران دې په منظموکتارونوکې کېنول شي،چې اوبه ورکول او حاصل اخيستل يې اسانه شي.
د زعفران کر په افغانستان کې نوی رواج موندلی، خو بياهم يوشمېربزګران ورسره آشنا اوښه ګټه ترې لاسته راوړي.

دا بوټی دهرات په ولايت کې ډېر کرل کيږي، چې دکښت د ښې پاېلې ددرلودلو له امله يې نړيوال نوم ګټلی.

زعفران پخوا په افغانستان کې دزينتي بوټي اوپه اخلي پخلي کې کارول کېده، خو ننني ارزښت يې بزګران په پراخه کچه کرته هڅولي دي.

د هرات يوتن بزګر دجمهوررييس کرزي لخوا ددې لپاره دوزير محمد اکبر خان پر مډال ووياړل شو، چې دکوکنارو پرځای يې زعفران کرلي وو.

دزعفرانو کر د نورو کرنيزوتوکو په پرتله کمې خوارۍ ته اړتيالري، چې په ټول کال کې يويا دوه ځلې اوبه کول يې له ځانګړنو شمېرلی شو.

دزعفرانوکښت
له زعفرانونه په اخلي، پخلي او دارودرملوپه جوړولو کې هم کار اخلي.

داچې زعفران څرنګه کرل کيږي، په اړه يې دکرنيزوڅېړنودانستيتوت داوبو لګولو دديپارتمنت آمر دسرمحقق مرستيال حيات شمس داسې وويل:

"دزعفرانوبوټي په منظموکتارونو کې بايد وکرل شي،چې له يوې خوا يې اوبه کول آسانه کيږي او له بله پلوه يې حاصل راټولول هم له ستونزو خالي وي. "

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>