BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:41 گرينويچ 2011 ,25 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دآبادۍ غږ : په کليو کې کتابتون

کتابتون
په کليوکې دشخصي کتابتونونو جوړول دځوانانودبې ځايه ګرځېدا مخنيوی کوي.
دکتابتون شتوالی دخلکود دديني، فرهنګي، علمي، سياسي او ټولنيز پرمختګ لپاره ډېر ګټور تماميږي.

د افغانستان په ډېری ښارونو کې عامه اوشخصي کتابتو نونو دښاريانوستونزې پدې برخه کې حل کړي، خو په کليوکې بياداشان آسانتياوې ډېرې کمې ترسترګوکيږي.

دميدان وردګو ولايت اوسېدونکي لطف الله په کليوکې دکتابتون شتون دځوانانودبې کارۍ اوبې ځايه ګرځېدنې په مخنيوي کې ګټوروباله.

دې ستونزې ته په کتويوشمېرکليو الو شخصي کتابتونونه جوړ کړي، چې عتيق الله منيب يو له همدې راز کسانوڅخه دی.

نوموړي دښوونځي له دورې څخه له کتاب سره مينه درلوده، چې هر وخت به يې راز، راز کتابونه پېرودل.

هغه دشپاړسوکلونوپه موده کې يې د (۷۰۰) ټوکو کتابونوپه ظرفيت پخپل کورکې کتابتون جوړ کړی دی.

ددې کتابتون نه دمنيب کورنۍ، دوستان او نور کليوال ګټه اخلي. ددې ترڅنګ يوشمېر کليوالو په جوماتونوکې هم کتابتونونه جوړ کړي دي.

دکليوکتابتون
دکتابتون دخلکود ديني، فرهنګي، علمي، سياسي او ټولنيز پرمختګ لپاره ډېر اړين دی.

دپوهنې په وزارت کې يومتخصص ډاکترعبدالباقي امين وويل چې که چېرې دهرکلي جومات کتابتون ولري، هرکلی به ديوه کتابتون درلودونکی وي.

هغه کسان، چې شخصي کتابتونونه لري، کولای شي خپل ټول کتابونه جومات ته ولېږدوي ، چې نورکليوال هم ترې سالمه ګټه واخلي.

 دنيالګيوپيوندولد آبادۍ غږ
د نيالګيو پيوندول
دسواد زدکړه دابادۍ غږ
دسواد زدکړه
دتېږو ماتولو خطرونهدابادۍ غږ
تېږې ماتول
دپخته ګک ناروغيدابادۍ غږ
دپخته ګک ناروغي
دبدل وادهدابادۍ غږ
دبدل واده(دويمه برخه)
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>