 | | | د افغانستان زعفرانو تېر کال دنړۍ په بازارونونکې لومړی مقام ترلاسه کړ. |
نېږدې لس کاله پخوا دزعفرانوتخم له ګاونډيوهېوادنوڅخه دکډوالولخوا افغانستان ته راولېږدول شو، چې ددې بوټي کرل لومړی دهرات په ولايت کې پيل شول. زعفران دمني په وروستيوشپو ورځوکې ګل کوي، چې هغه مهال بزګران ددې بوټي دحاصل ټولولوته پوره وخت لري. دکرنې وزارت دڅېړنيزې برخې د انستيتيوت مشر حيات خان شمس وويل، چې لمر دزعفرانودګل رنګ اوبوی له منځه وړي. ددې کارڅخه دمخنيوي په موخه اړينه ده، چې دزعفرانو ګل له لمرختلوڅخه مخکې ټول شي. دزعفرانودحاصل دټولولو پرمهال دې دستکښې په لاس اودهغه پاک ساتلو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.  | | | نېږدې لس کاله مخکې دزعفرانوتخم کډوالوله ګاونډيوهېوادونو افغانستان ته راووړ. |
د هرات د پشتون زرغون ولسوالۍ اوسيدونکی حاجی ابراهيم دزعفران کښت دومره په زړه پورې وباله، چې مېرمنې اوماشومان يې هم حاصل ټولوي. د افغانستان زعفرانو تېر کال دنړۍ په بازارونونکې لومړی ځای وګاټه، چې دې کار تر يوې اندازې دکوکناردکر په کچه کې کموالی راووست او ځای دزعفرانوکښت ونيو. |