BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 12:05 گرينويچ 2011 ,28 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دابادۍ غږ: د ماشوم وهل او رټل

د ماشوم وهل او رټل
ماشومتوب د شخصيت جوړونې پړاو دی، غوره ده، چې دماشوم ښوونې اوروزنې ته پام وشي.
په افغانستان کې يو شمېرمور، پلار اودکورنۍ نور مشران خپل ماشومان وهي اورټي، چې داکار دماشوم په استعداد او فزيکي وده ناوړه اغېزلري.

ملګروملتونو دماشوم د حقوقو د قانون له مخی هر هېواد دنده لري، چې د ماشوم ژونداو دهغه جسمي اوروحي ودې تا پاملرنه ولري.

ددې قانون له مخې له (۱۸ )کلنۍ څخه دکم عمر لرونکي کسان ماشومان ګڼل کيږي.

دکابل دبي بي عايشې دليسې مديرې بلقيس ودان وويل، چې دګاونډي درې لوڼو دوهلو ټکولو له امله خپل کور پرېښود.

د ماشوم دوهلوټکولو دلاملونوپه اړه دکابل دښوونې او روزنې دپوهنتون دارواه پوهنې دپوهنځي استاد شرف الدين عظيمي داسې وويل:

اقتصادي ستونزې، دښوونې او روزنې دکچې ټيټوالی يا نشتوالی، ناوړه دودونه، فرهنګي اغېزې اوجنسي توپيرونه دماشوم دوهلولامل کيږي.

دماشوم وهل او رټل
دماشوم وهل او ټکول دهغه په استعداد او فزيکي وده ناوړه اغېزلري.

ارواه پوهان وايي، چې دماشوم وهل اورټل نه يوازې داچې هغوی له فزيکي اړخه کمزوري کوي، بلکې روحي اوذهني استعداد يې هم زيانمنوي.

ماشومتوب د شخصيت جوړونې پړاو دی، چې ښايي دهغوی دوهلو ټکولو پرځای دهغوی ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه وشي.

 دکبانو پالنه د ابادۍ غږ
دکبانو پالنه
د زردآلوراټولولد ابادۍ غږ
دزردآلو را ټولول
دزعفرانوکښتد ابادۍ غږ
د زعفرانو کښت(دويمه برخه)
د زعفرانوکښتد ابادۍ غږ
دزعفرانو کښت
کتابتوندآبادۍ غږ
په کليو کې کتابتون
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>