BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:40 گرينويچ 2011 ,21 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادۍ غږ: دکبانو پالنه

 دکبانو پالنه
په افغانستان کې نږدې(۳۰۰) دکبانوفارمونه شته، چې هرکال(۳۰۰)ټنه دکبانوغوښه توليدوي.
دافغانستان يوشمېروګړي دپروتيني موادوله کمښت سره لاس او ګرېوان دي، چې دکب غوښه ددې ستونزې په کمولو کې رغنده رول لري.

له دې ځايه واورﺉ!

يوه له هغې لاروچارونه چې وکولای شي په اسانۍ سره دکب غوښه ترلاسه کړو، دکبانو دفارم جوړول دي.

دا راز فارمونه په هغوځايونوکې ښې پايلې لري، چې پرېمانه اوبه ولري، چې يوه له دې شان سيمونه دکابل دپغمان ولسوالي ده.

ددې ولسوالۍ دده ميانه دکلي اوسېدونکي حاجي حيات دخپل کورپه انګړکې د(۸) زرو افغانيوپه لګښت دکبانويو کوچنی فارم جوړ کړی دی.

هغه وويل، چې دکورترڅنګ يې دچينې اوبه بهېدې، دقرغې دکبانودپراختيادپروژې مشر ورته دداشان فارم دجوړولو مشوره ورکړه.

د کرني او ما لدارۍ وزارت دکبانو دروزلو د ديپارتمنت يوه غړي انجنيرخليل فروغ په وينا په افغانستان کې نږدې(۳۰۰) دکبانوفارمونه شته دی.

له دې فارمونونه هرکال تر (۳۰۰) ټنو دکبانوغوښې ترلاسه کيږي. نوموړي وويل، چې هرڅوک کولای شي له دوی سره ترمشورې وروسته دکبانوفارم جوړکړي.

دکبانوپالنه
دکبانود روزنې لپاره دکبانو نسلونه دکرنې وزارت لخوا دخلکوپه واک کې ورکول کيږي.

دکبانوفارم دې پداسې ځای کې جوړشي، چې دموټروتګ راتګ ډېرنه وي، دسيلاب له ګواښ خوندي او له اوبويې څوک دڅښلولپاره کار وانخلي.

ددې ترڅنګ دسړو اوبو کبان بېل اودتودو جلا دي، چې دانسلونه دکرنې وزارت له خوا په وړياتوګه دخلکو په واک کې ورکول کيږي.

د زردآلوراټولولد ابادۍ غږ
دزردآلو را ټولول
دزعفرانوکښتد ابادۍ غږ
د زعفرانو کښت(دويمه برخه)
د زعفرانوکښتد ابادۍ غږ
دزعفرانو کښت
کتابتوندآبادۍ غږ
په کليو کې کتابتون
 دنيالګيوپيوندولد آبادۍ غږ
د نيالګيو پيوندول
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>