 | | | مور، پلار اودکورنۍ نورو مشرانوته ښايي چې ماشوم په نرموخبرواومينه وپوهوي. |
ځينې ميندې او پلرونه د خپلو اولادونو په روزنه کې ديولړټکودپه پام کې نيولوسره توانيدلي، چې اولادونه يې پرته له وهلو ټکولوژوندپرمخ بوځي. د ماشوم د حقونود نړيوالې اعلاميې له مخې ماشوم دې داسې کارته نه اړ کيږي، چې له روحي او جسمي فشار سره مخ شي. حبيب الله دکابل ښار يوه اوسيدونکي دې ټکوته پاملرنه کړې اوخپل اولادونه دوهلو اورټلو پرځای په نرموخبروپوهوي. دکابل دښوونې او روزنې دپوهنتون دروانشناسۍ دپوهنځي استاد شرف الدين عظيمي پدې اړه داسې وويل: "ميندو، پلرونو اودکورنۍ نورو مشرانوته ښايي، چې دخپلواولادونودوهلو ټکولو پرځای له هغوی سره دمينې، نصيحت او حوصله مندۍ نه کار واخلي." ماشوم د كورنې په غيږ كې د ارام ژوند، خوراك، لباس، جسمي او رواني روغتيا، زده كړې، پالنې، جسمي او ذهنې پراختيا حق لری. د ارواه پوهانوپه اند هغه ماشومان، چې مور اوپلاريې ورسره د وهلو ټکولو پرځای له مينې کاراخيستی، دژوندپه چاروکې بريالي وي.  | | | ماشوم دې داسې کارته نه اړ کيږي، چې له روحي او جسمي فشار سره مخ شي. |
داچې په افغانستان کې دکورنۍ لخوا دماشوم دوهلو ټکولوپه اړوند کوم راز قوانين موجود دي. دبشري حقونودخپلواک کمېسيون يوه غړي بلال صديقي داسې وويل: "دمګړۍ په يوه داسې قانون خبرې روانې دي، چې دماشوم سره دتاوتريخوالي لاملونه پکې څېړل او عامل ته يې پکې سزا وټاکل شي څوپه راتلوکې دماشوم له وهلوټکولو مخنيوی وشي." |