BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:15 گرينويچ 2011 ,29 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادۍ غږ: ماشوم او درانه کارونه

ماشوم او درانه کارونه
هرهغه کار، چې دماشوم له توان نه وتلی ، دروند ياشاقه کار يې بولي.
د افغانستان د بشر د حقوقو دخپلواک کميسيون د راپور له مخې دفغانستان په کليو اوبانډوکې نېږدې (۵۹ ٪) ماشومان له خپل توان ته دلوړو کارونوپه سرته رسولو ګمارل کيږي.

دماشوم درانه کارونه هغو ته ويل کيږي، چې دهغوی له توان پورته وي، لکه شفتلې رېبدل، په شا دروندبار وړل.

ددې ترڅنګ ځوزان لېږدو ل، خښتې اچول، خټې اوقلبه کول او داسې نورهم دماشوم لپاره درانه اوشاقه کارونه شمېرل کيږي.

عبدالرزاق دکابل ولايت د بګرام د چيکل د کلي يو ماشوم وويل، چې ځوزان وهي اوبيايې په شا وړي ياهم غنم لو کوي، چې ورته ستونزمن دي.

يوشمېر کسان ناداری اوترڅنګ يې په کليو او بانډو کې دښوونيزو مرکزونو نشتوالی د ماشومانو ددرنو کارونو دسرته رسولو لاملونه ګڼي.

ماشوم او شاقه کارونه
په کليو کې دښوونيزو مرکزونونشتوالی هم دماشوم ددرنوکارونو دسرته رسولو لامل کيږي.

خو ددې ستونزې دحل لارڅه ده؟ بلال صديقي دافغانستان دبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون غړي دا کار ددولت دنده وګڼله.

هغه وويل، چې دولت ته ښايي دماشومانواودهغوی دکورنۍ داقتصادي ستونزو دحل لپاره ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي.

ددې ترڅنګ دافغانستان دکار قانون په څرګندو ټکو کې په ماشوم باندې درانه کارونه سرته رسول منع کړي دي.
د ونې کنډد ابادۍ غږ
مېوه لرونکې ونې او کنډ
دخټکيومچاند ابادۍغږ
دخټکيو مچان
د ماشوم له وهلو مخنيوید ابادۍ غږ
د ماشوم له وهلو مخنيوی
د ماشوم وهل او رټلد ابادۍ غږ
د ماشوم وهل او رټل
 دکبانو پالنه د ابادۍ غږ
دکبانو پالنه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>